په لبنان کې د وروستي حالاتو په اړه د اسلامی انقلاب د معظم مشر مهم پیغام
د اسلامي انقلاب معظم مشر حضرت آیت الله خامنه ای په لبنان کښې د وروستیو حالاتو په اړه مهم پیغام صادر کړ.
د انقلاب مشر د پیغام متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرّحمن الرّحیم
په لبنان کې د بې دفاع خلکو وژلو یو ځل بیا د صهیونیسټي لیوني سپي وحشت ټولو ته څرګند کړ او د غاصب رژیم د مشرانو بې غوري او احمقانه سیاست یې ثابت کړ.
دصهیونیسټ رژیم ترهه ګرې ډلې په غزې کښې له خپل یو کلن جنایتکارانه جګره څخه درس نه دی آخیستی او په دې نه دی پوه شوی چې د ښځو، ماشومانو او ملکی خلکو ډله ایزه وژنه د مقاومت د سازمان په پیاوړی جوړښت کې اغیزه نشی کولای او نشی کولای چې هغه له مینځه یوسی. اوس دوی په لبنان کې د ورته احمقانه سیاست هڅه کوي. صهیونیسټي جنایتکاران باید پوه شي چې په لبنان کې د حزب الله پیاوړی جوړښت ته د پام وړ زیان رسولو لپاره خورا کوچنی دی.
د سیمې ټول مقاومتي ځواکونه له حزب الله سره دي او ملاتړ یې کوي. د دې سیمې برخلیک به د مقاومت ځواکونه او په سر کې به یې حزب الله ټاکي.
د لبنان خلکو دا نه دي هېر کړي چې يو وخت د غاصب رژيم پوځ تر بيروت پورې ټولې لارې تر خپلو بوټانو لاندې کولې، همدا حزب الله و چې پښه يې پرې کړه او لبنان يې ګران او وياړ کړ.
نن ورځ هم لبنان د الهی قدرت سړه، به خبیث، توړ مخې او متجاوز دښمن پښیمانوي، پر ټولو مسلمانانو فرض دی چې د لبنان او حزب الله له خلکو څنګ ته خپل تولو امکاناتو سړه ودریږي او د غاصب، ظالم او خبیث رژیم په مقابل کې ورسره مرسته وکړي.
والسلام على عباد الله الصالحین
سیّدعلی خامنهای
۷ تله ۱۴۰۳