<

منتشر شده در : 1403/07/11

باز دید ها:242

د شهید سید حسن نصرالله د شهادت په مناسبت د جامعة المصطفی_افغانستان د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

«مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا» (احزاب: 23)

د اسلامي مقاومت مشر نستوه مجاهد شهادت چې خپل سپیڅلی ژوند یې د صهیوني غاصب رژیم په وړاندې په مبارزه او د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ تیر کړ او له کلونو مبارزې وروسته یې خپل آرمان ته ورسیده او خپلو شهید ملګرو خواته ته منډه کړه، او د ټولو آزادی غوښتونکو او عدالت غوښتونکو زړونه، په ځانګړې توګه د مقاومت د جبهې د جنګیالیو او ملګرو زړونه و دردول.

سيد حسن نصرالله چې په حق نصر او الهی ناصر وه، يو مومن او زړور مشر، صالح او بصيرت لرونکی مجاهد، د مقاومت سید، د لبنان د حزب الله عمومي مشر، د نړیوال استبداد په وړاندې په مبارزه کې د حق د جبهې بيرغ پورته کوونکی و.

له شک پرته د خدای تعالی په مرسته او د مقاومت د شهیدانو د وینو په نتیجه کې د دغه ستر شهید او د هغه د شهیدو ملګرو لاره به د فلسطین تر آزادۍ او د صهیونیسټي رژیم تر نسکوریدو پورې به دوام ورکړي.

جامعة المصطفی_افغانستان د اسلامی مقاومت د بیرغ د پورته کوونکی سید مجاهد شهادت د حضرت ولي عصر، عجل الله تعالی فرجه، او د اسلامی امت د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه‌ای مدظله العالی او د نړۍ ټول مسلمانان او آزاده خلکو ته  مبارکی او تسلیت وایي. او انشاالله به ډیر ژر د دغه جعلي او ناپاک ظالم صهیوني رژیم د تباهۍ شاهدان به یو.

جامعة المصطفی_افغانستان

آشنایی با دانشگاه دیدگاه و ماموریت تاریخچه دانشگاه افتخارات علمی پلان استراتیژیک گزارش پیشرفت پلان استراتیژیک
اساتید و کارمندان : 250
محصلین : 4500
کتاب ها : 10300
مقالات انتشار یافته : 150
مقالات بین المللی : 70
کتاب های منتشر شده : 28